دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د هند د آی پي ایل په اړه وروستي لنډ معلومات، شپږیزې،منډې ویکټې او لوبډلې دلته یې ولولئ

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې تراوسه ۲۸ لوبې ترسره شوې، دې لیګ کې ممبي لوبډله د لس پواینټونو په درلودلو سره په لومړي مقام کې، ترڅنګ یې په دوهم مقام کې بیا ډهلي کيپټلز لوبډله د لس پواینټونو په لرو سره په دوهم مقام کې، همدارنګه رایل چلینجرز بنګلور لوبډله د لس پواینټونو په لرو سره په دریم مقام کې،

د ۸ پواینټو په لرو سره، کلکته لوبډله په څلورم، پنځم مقام کې حیدار اباد شپږ پواینټونه لري، راجستان د شپږو پواینټونو په لرو سره شپږم، اووم مقام کې بیا چينای او په اتم مقام کې بیا کینګز الیون پنجاب لوبډله ده.

ټولو لوبډلو د لومړي پړاو ۷ لوبې ترسره کړي، همداشان سنجو سمسن لومړی مقام کې دی نوموړي تراوسه ۱۶ شپږیزې ترسره کړي دي، ورپسي نیکولاس پوران هم ۱۶ شپږزې ترلاسه کړي دي، له دې وروسته هندي الراونډر راهول ټیواټيا ۱۵ شپږیزې وهلي دي، ایشن کیشن، ۱۴ روهیت شرماهم ۱۴ او کیرن پولارډ بیا ۱۳ شپږیزې وهلي دي.

د توپ وهونکو په لړ کې بیا کیل راهول د ۳۸۷ منډو په کولو سره لومړی، میانک اګروال د ۳۳۷ منډو په لرو سره دوهم او فاف ډوپلسیس د ۳۰۷ منډو په درلودلو سره دریم ډېر منډې جوړونکی دی.

د توپ اچونې په ډګر کې بیا جنوبي افریقایي کاګیسو رباډا د ۱۷ ویکټو په درلودلو سره لومړی، ټرینټ بولټ ۱۱ ویکټې اخیستې او د جدول په دوهمه برخه کې قرار لري، جیسپریت بومرا هم ۱۱ ویکټې ترلاسه کړي او په دريم مقام کې ځای لري.

نن د دې لیګ په جریان کې چينای سوپر کینګز لوبډله د سنریز حیدر اباد پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې