افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهولایتي سیالۍ

د درویش رسولي سليزه او د سپین غر دوهمه ماته

 د غازي امان الله خان په لیسټ اې لوبو کې نن څلورمه لوبه هم ترسره شوه، په یاده لوبه کې ټاس سپین غر لوبډلې وګټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بند امير لوبډلې ټاکلي پنځوس اورونه ولوبول او سپین غر لوبډلې ته یې د ۲۷۸ منډو هدف په مخ کې کېښود، د بند امير لپاره په توپ وهنه کې درویش رسولي، ۱۰۶ کریم جنت ۵۲، او حضرت الله ځاځي ۴۷ منډې جوړي کړي.

د بند امير ورکړل شوی هدف سپین غر لوبډلې پوره نکړ او سیالي سیالې لوبډلې ته په غټ مارجن وبایلله، دا د سپین غر لوبډلې دوهمه ماته وه، چې په لیسټ اې پنځوس اوریزو لوبو کې یې وخوړله،

که څه هم د زبیر اکبري او طارق ستانکزي د پيل روانه ملګرتیا ترټولو بهترینه وه، زبیر ۷۸ او طارق بیا ۶۱ منډې جوړي کړي خو د لوبې په ګټلو کې ناتوانه و ځکه وروستیو لوبغاړو وار په وار خپلې ویکټې د بند امیر بالرانو ته وبایللي.

د دې لوبو په لړ کې به سبا سهار میس عینک د امو لوبډلې پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې