افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

د بُست زون مینوال وایې خوښ دي چې ملې لوبغاړي له نژدې ګوري

د زونونو په کچه د غازي امان الله خام جام لېسټ اې (یو ورځنۍ) سیالۍ چې د لومړي ځل لپاره د بست زون په کندهار ولایت کې پیل شوې؛ په ښه توګه روانې دي.

د دې لوبو څخه مینوال ډیر خوښ دې او وایې ډیر خوشهاله دې، چې په لومړي ځل په کندهار کې دا ډول لوبې ترسره کیږي او ملې لوبغاړي له نژدي ګوري.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي یوه ویډیو خپره کړې، چې پکښې مینوال د خپلو خوشهالیو اظهار ښکاره کوي.

دوې وایې د ملې لوبغاړو سره ډيره مینه لري د دوې د لوبو څخه خوند اخلي او ډیر به یې تشویق کړي.

یادې لوبې چې د تیري شنبي په ورځ راپیل شوې نن یې څلورمه لوبه روانه ده.

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځنۍ سیالۍ له شپږیزې کرکټ لیګ وروسته هغه سترې سیالۍ دي چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون پکې د بېلابېلو کټګوریو تکړه او ځلېدلي لوبغاړي لوبېږي.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوی چې سږ کال یې څلورم پړاو روان دي.

د یادو سیالیو د لومړي پړاو اتلولي سپین غر لوبډلې، د دویم پړاو اتلولي د بست لوبډلې او د دریم پړاو (تېر کال) اتلولي بیا د مس عینک لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې