دلوبغاړو په اړهلیګونه

آی پي ایل: ننۍ لوبه کې دا لوبغاړي دا ریکارډونه جوړولی شي

د هند ستر سواګرېز کریکټ سیالۍ چې د تیرې سېپټمبر میاشتې راهیسې پیل شوي دي او لا هم دوام لري. نن به د دغو لوبو په دوام چینای سوپر کېنګز لوبډله له سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په ورته مهال د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر ډوېډ ورانر یو لړ ریکارډونو په درشل کې دی او تمه کېږي چې ننۍ سیالۍ کې ځینې ریکارډونه ثبت کړي. دا چې کوم ریکارډونه دي نو له مونږ سره یې د دې لیکنې په دوام ولولئ. 

• که چیرې نن د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر وارنر د چینای سوپر کېنګز لوبډلې پر وړاندې ننۍ سیالۍ کې ۱۹ منډي جوړې کړي نو وارنر به په هند غوره لیګ لوبو کې ۵۰۰۰ منډي بشپړي کړي. چې په دې توګه به وارنر لومړنی بهرنی او په عمومي ډول به بیا څلورم لوبغاړی شي چې ۵۰۰۰ منډي جوړوي. له وارنر وړاندې وېرات کوهلي، سرېش رېنا او روهېت شرما په هند غوره لیګ لوبو کې ۵۰۰۰ منډي بشپړي کړې وي. 

• له بلې خوا د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر ایم ایس ډوني هم چانس لري چې په ننۍ لوبه کې ریکارډ جوړ کړي، که چیرې نوموړی یو لوبغاړی سټمپ کړي نو په چټکه توګه به د ۱۵۰ ویکیټو اخیستو ریکارډ ثبت کړي. 

• په ورته وخت کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې کلیدي لوبغاړی فاف ډوپلیسس هم ریکارډ جوړولی شي، که چیرې هغه په ننۍ لوبه کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پر وړاندې ۵۴ منډي وکړي نو د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره به نوموړی ۲۰۰۰ منډي بشپړي کړي. 

• همدغه شان بیا د سنراېزر حېدراباد لوبډلې مهم توپ وهوونکی کین ویلیمسن کولی شي چې په ننۍ سیالۍ کې د ۵۰ شپږېزو وهلو ریکارډ ثبت کړي دغه ریکارډ ته د رسېدړ لپاره نوموړی شپږ شپږېزو ته اړتیا لري. له بل پلوه د حېدراباد لوبډلې چټک توپ اچوونکی سنډیپ شرما که چیرې ننۍ لوبه کې درې لوبغاړي وسځوې نو ۵۰ لوبغاړو سوځېدو ریکارډ به جوړ کړي. 

• همدغه راز ترڅنګ یې وېسټ انډیزی الراونډر ډوین براوو هم ننۍ لوبه کې ریکارډ جوړولی شي که چیرې په ننۍ لوبه کې براوو ۱۰ منډي وکړي نو نوموړی به د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لپاره ۱۵۰۰۰ منډي جوړې کړي.  

د یادونې وړ ده چې دغو دواړو لوبډلو په دوبۍ نړیوال کریکټ لوبغالي کې شپږ ـ شپږ لوبې ترسره کړې دي چې چینای سوپر کېنګز یې له ډلې څخه څلور ګټلي او دوه بایللې دي پداسې حال کې چې حېدراباد لوبډلې درې ګټلي او درې یې بیا بایللې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې