لیګونه

IPL 2020: رباډا د ډيرو ویکټو اخیستونکو لوبغاړو په سر کې شتون لري

د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې او په اې پی ایل سیالیو کې د ډهلی کپټلز لوبډلې پیاوړی توپ اچونکی کاګیسو رباډا په روان لیګ کې د ډيرو ویکټو اخیستو د جدول په سر کې ځای لري.

رباډا چې د ډهلی لوبډلې لپاره لوبې تر سره کوي په یادو سیالیو کې یې ډيره پزړه پوري او اقتصادي توپ اچونه ترسره کړې ده.

یاد لوبغاړي په اوو لوبو کې د ډهلي په ګټه تر دې دمه پوري ۱۷ ویکټي اخیستي دي.

په دوهمه ځای کې د ممبی لوبډلې لوبغاړي جسپریټ بومرا شتون لري، چې په اوو لوبو کې یې ۱۱ ویکټي اخیستي دي.

د یاد جدول په دریېم ځای کې بیا هم د ممبی لوبډلې بل لوبغاړی ټرینټ بولټ شتون لري، چې په ۷ لوبو کې یې ۱۱ ویکټي اخیستي دي.

همدارنګه په دې جدول کې بیا په څلورم ځای کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې او په اې پی ایل سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکی راشد خان شتون لري، چې په اوو لوبو کې یې۱۰ ویکټي اخیستي دي.

او د یاد جدول په پنځم ځای کې تردې دمه پوري د پنجاب لوبډلې تیز توپ اچونکی محمد شامی شتون لري، چې په اوو لوبو کې یې لس ویکټي اخیستي دي.

دا هغه پنځه لوبغاړي دي، چې په روان لیګ کې یې تردې دمه پوري تر نورو ډيري ویکټي اخیستي دي.

ټولو لوبغاړو تر اوسه پوري اوه لوبې ترسره کړې دي، دوې لا اوه نوري سیالۍ په مخ کې لري.

د دې لوبغاړو ترمنځ به شاتګ او مخکي تګ راځي ځکه، چې بومرا او بولټ دواړو ۱۱-۱۱ ویکټي، راشدخان او محمد شامي بیا ۱۰-۱۰ ویکټي اخیستي دي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې