افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

د معلولیت لرونکو سپین غر لوبډلې پایلوبې ته لاره ومونده

سپین غر لوبډلې د معلولینو امو لوبډلې ته په دویم کوالیفایر پړاو کې په ماتې ورکولو سره د زونونو په کچه د ملي ستوري نجیب الله تره‌کي شل اوریزو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.د یادو سیالیو د څلور غوره لوبډلو پړاو په دویمه لوبه کې نن د معلولینو سپین غر لوبډلې د امو لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.د لوبې په پيلېدو سره پچه د سپین غر لوبډلې وګټله چې لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټولو شلو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په سوځیدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې شمو خان زیاتې ۶۵، صبور ۲۱ او ګل محمد ۱۷ منډې وکړې.

د امو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې شیرین اغا اکاخېل ښه وځليده او د سیالې لوبډلې درې ویکټې یې واخیستې. همدارنګه طفیل او اجمل هم یو ـ یو لوبغاړی له ډګره بهر کړ.ورپسې امو لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د ټولو شلو اورونو په لوبولو سره یې د اووه لوبغاړو په سوځیدو یاد هدف پوره نکړ او ۱۴۳ منډې یې جوړې کړې چې له دې سره یې د لسو منډو په توپیر سیالي وبایلله او د روانو سیالیو بهر شوه.

د امو لوبډلې د توپوهونکو له لوري طفیل ۵۲، ثناءالله ۳۴ او اجمل عبدالرحیمزي ۲۰ منډې جوړې کړې.د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فرهاد احمدي دوه، نعمان، صبور او بشرمل یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه. د يادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شموخان ته ورکړل شوه چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۶۵منډې او دوه کیچونه ترلاسه کړې وه.د یادولو ده چې سبا سهار نهه بجې به سپین غر لوبډله د بوست لوبډلې سره پایلوبه ترسره کړي.

نوید افغان

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې