افغانستان کریکټلیګونه

د سکنسرز شرکت افغان کرکټ بورډ ته ګواښ وکړ

افغان کرکټ بورډ ته هندي سنکسرز شرکت خبر ورکړی چې پرته د دوی له اجازې نه شي کولای د افغانستان کورنی

APL

ترسره کړي.

دا شرکت په داسي حال کې افغان کرکټ بورډ ته اخطار ورکوي چې درې ورځي وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ اجریه ریس جار عبدرالرحیمزي له کریک بز سره په یوه مرکه کې ویلي و چې مونږ خپل کورنی لیګ په ډیسمبر یا هم د ۲۰۲۱م کال په پیل کې ترسره کوو.

دوروستیو معلوماتو له مخې به افغان کرکټ بورډ راتلونکي کې په لندن کې د سنېکسر سپورټس په نامه شرکت سره د لوبډلو او مالي ملاتړو تشویق برخه کې تړون وکړي.

خو دا تړون به هغه وخت کیږي کله جې افغان کرکټ بورډ سنکسرز شرکت ته خپل منطقي ځواب وړاندې کړي،د دې لیګ ایجاد افغان کرکټ بورډ په ۲۰۱۸ م کال کې وکړ چې پکې پنځه لوبډلې شاملي او ګڼ شمير بهرني لوبغاړي پکې هم ولیدل شو.

په ۲۰۱۹ م کال کې دا لیګ د دې پر اساس ترسره نشو چې هلته پکې په پريمانه ډول درغلیاني شوې وي.

تر اوسه د دې خبر په تاید افغان کرکټ بورډ د رسنیو سره هیڅ کوم ډول نظر نه دی شریک کړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې