افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهولایتي سیالۍ

د جاوید سليزې بوسټ لوبډله د ګټې بي غمه کړه

د افغانستان د کورني کرکټ غازي امان الله لیسټ اې سیالیو په جریان کې نن درېمه لوبه هم ترسره شوه، په یاده لوبه کې امو او بوسټ لوبډلې سره مخ شوي،د دې لوبې ټاس امو لوبډلې وګټه او په خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه،

بوسټ لوبډلې په ټاکل شوی پنځوس اورونو کې د پنځو ویکټو په نقصان ۲۱۶ منډې جوړي کړي، چې پکې ناصر جمال ۷۰ او احسان الله بیا ۶۹ تر نورو زیاتې منډې جوړي کړي.

د بوسټ ورکړل شوی هدف امو لوبډلې د جاوید احمدي په بهترینه سلېزه ترلاسه کړ، او بوسټ لوبډله یې د لیسټ اې سیالیو په لړ کې د دوهمې ماتې سره هم مخ کړه.

د دې لوبوپه لړکې سبا سهار سپین غر لوبډله د بند امیر په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې