دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د آی پي ایل سیالیو په لړ کې ډهلي د ممبي پر وړاندې خپل بخت وازمایلو

د هندوستان په تجارتي سیالیو کې پرون دوه لوبې ترسره شوې، په لومړۍ لوبه کې حیدر اباد د راجستان رایلز لوبډلې سره لوبه وکړه،په دې لوبه کې راجستان لوبډلې وشو کولای چې حیدر اباد ته ماته ورکړي، په دوهمه لوبه کې بیا ډهلي لوبډلې د ممبي انډینز پر وړاندې خپل بخت معلوم کړ.

ډهلي لوبډلې په ټاکلي شل اورونو کې ۱۶۲ منډې ترلاسه کړي، چې پکې شکر دهوان نېمه سلیزه ترلاسه کړه، د ډهلي ورکړل شوی هدف ممبي لوبډلې د لوبې په شلم اور کې پوره کړ، د دې لوبې لپاره ګڼ شمير کرکټ مینوال په تمه و چې ډېرو یې د ګټې تمه د ممبي څخه لرله.

یاده  دې وي چې په روان آی پي ایل لیګ کې به نن یوه لوبه ترسره شي، چې پکې به کلکته نایټ رایډرز، لوبډله د رایل چلنجرز بنګلور سره د لوبې ډګر ته ښکته شي، دا لوبه د ماښام پر ۶ بجې او ۳۰ دقيقې پیلیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې