لیګونهنړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ تاید کړه چې سږکال خپل کورنی لیګ نه ترسره کوي

د بنګله یش کرکټ بورډ نن رسماً تاید کړه چې دوی په کور دننه نه غواړې سږکال د بنګله دیش کورنی پريمير لیګ ترسره کړي،

BPL

چې د بنګله دیش هيواد کورنی تجارتي لیګ دی پکې د کورنيو لوبغاړو ترڅنګ بهرني لوبغاړي هم زیات تر سترګو کیږي چې کمه برخه یې افغان لوبغاړي هم وي،د ورکړل شوو معلوماتو له مخې نن د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن د رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې نه غواړې لیګ یې په نيمه کې پاتې شي، ځکه لاهم د کرونا ویروس ویره لیدل کیږي، هغه داهم وویل چې دا لیګ به د ۲۰۲۰ م کال پرځای په ۲۰۲۱ م کال کې ترسره کړي،،

نظم الحسن هغه خبرې رد کړي چې ګوندي بي پي ایل دي په کوم بل هیواد کې ترسره شي، نوموړي زیاته کړه چې دومره لګښت مونږ نلرو چې خپل لیګ دې په کوم بل هیواد کې ترسره کړو.

د یادولو وړ ده چې د بنګله دیش په هیواد کې هم د لیسټ اې لوبو پیل نن کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې