افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان کرکټ لوبغاړي څومره او په کومه کچه معاش اخلې؟

د افغانستان د کرکټ بورډ سره تراوسه ۳۳ لوبغاړي رسمي کنټرک لري، چې په بیلا بیلو کټګوريو ویشل شوې دي، په لومړۍ کټګورۍ کې لوبډلمشر اضغر افغان، ترڅنګ یې مخکښ الراونډر راشد خان ارمان، مجیب الرحمن، او محمد نبي عیسی خيل، شامل دي چې د دوی ټاکلی معاش د یوي میاشتې ۳۲۵۰ ډالره دی.

په دوهمه کټګورۍ کې بیا رحمت شاه زور متی، نجیب الله ځدران، نوین الحق، حضرت الله ځاځی،او ګلبدین نایب،شامل دي د دوی ټاکلی معاش د یوي میاشتې ۲۲۵۰ ډالره دی.

په دريمه کټګورۍ کې بیا ۲۴ لوبغاړي شامل دي چې پکې، چټک بالر شاپور ځدران، عثمان غني، نورعلي ځدران، چټک بالر حمید حسن، الراونډر میرویس اشرف، ځوان لوبغاړی وفادار مومند، سعید شيرزاد، قیس احمد، فرید ملک، اکرام علي خيل، افسر ځاځی، ناصر جمال، سمع الله شینوار، جاوید احمدي، رحمان الله ګربز، حمزه هوتک، احسان جنت، یمين احمدزی، ځوانیمرګ نجیب ترکی، حشمت الله شاهیدي، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ظاهر پکتین، او ابراهیم ځدران شامل لوبغاړي دي، د دوی ټاکلی معاش د یوي میاشتې ۱۷۰۰ ډالره دی.

ځنې لوبغاړي چې په دې لیست کې نومونه نه دې راغلي هغوۍ سره کرکټ بورډ د دې په اساس تړون نه دی کړی چې یا هو یې د بندیز خبره ده او یاهم دومره ښه نه دې ځلیدلي.

د یادولو وړ ده چې د افغان کرکټ بورډ د بشري سرچینو څانګه په کال کې دوه ځلي په دې لیست کې بدلون راوړي ځکه ځنې وخت لوبغاړي په کال کې ښه لوبه ترسره کوي چې له همدې وجې د مخکې تګ او ورسته تګ پلان بیا له سره نیول کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې