لیګونه

IPL: راجستان حیدراباد له ماتې سره مخ کړه

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې نن ماپښین سنرایز حیدراباد د راجستان رویال لوبډلې پر وړاندي ولوبېده، چې راجستان د پنځو ویکټو په توپیر حیدراباد ته ماتې ورکړه.

راهول ټيواټيا او راوین پرګ هغه لوبغاړي دې، چې په نن لوبه کې د راجستان لپاره پزړه پوري توپوهنه ترسره کړه.

د لوبې په پیل کې پچه د حیدراباد لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنی پریکړه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۸ منډي وکړې او راجستان ته یې د ۱۵۹ منډو هدف وټاکې.

د یادې لوبډلې لپاره منش پانډي ۵۵ منډي، لوبډلمشر ډيویډ وارنر ۴۸  اوکین ولیمسن بیا ۲۲ناسوځېدلي منډي وکړې.

د راجستان لوبډلې ته په توپ اچونه کې جوپر ارچر، کارتک تایګی او جادیو انډیکټ دریېو واړو لوبغاړو یوه-یوه ویکټه واخیسته.

د دوهمی پاڼي له پیل سره سم راجستان ښه پیل ونکړ داسی ښکارې ده، چې حیدراباد لوبډله به دا لوبه په خپل نوم کړي.

یادې لوبډلې د په ۱۹،۵ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د حیدراباد لوبډلې له لوري ورکړل شوې د ۱۵۹ منډو هدف پوره کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې حیدراباد ته ماتې ورکړه.

راهول ټیوټیا ۴۵ منډي، رایان پرګ ۴۲ منډي او سنجو سامسون د راجستان په ګټه ۲۶ منډي وکړې.

په توپ اچونه کې راشد خان او خلیل احمد د راجستان دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې سبا د یادو سیالیو په لړ کې رویال چلنجر بنګلور د کلکتي لوبډلې پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې