دلوبغاړو په اړه

شعیب ملک دریېم لوبغاړو شو، چې لس زره منډي ژر پوره کوي

د پاکستان کرکټ ملې پیاوړی لوبغاړی شعیب ملک دریېم هغه لوبغاړو شو، چې په شل اوریرزه لوبو کې یې تیزي ۱۰۰۰۰ منډي پوره کړی.

یاد لوبغاړي دې ریکارډ ته په خپله ۳۹۵ مه لوبه کې ځان ورساوي، چې د پاکستان په ملې شل اوریزه لوبو کې یې د خپلي لوبډلې لپاره لوبه کول.

ده لسو زرو منډو د لیست په سر کې د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې کریس ګیل شتون لري، ګیل په ۴۰۴ لوبو کې یې ۱۳۲۹۶ منډي کړي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۷۵ منډو ده.

په دې لوبو کې یې د ۲۲ سلیزي او ۸۲ پنځوسیزي وهلي دي.

د یاد جدول په دوهم ځای کې بیا د ویسټ انډيز کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي کیرن پولارډ شتون لري، پولارډ په ۵۱۸ لوبو کې ۱۰۳۷۰ منډي کړي، چې په یوه لوبو کې یې ډيري منډي ۱۰۴ دي.

په ۱۰۳۷۰ منډو کې یې یوه سلیزه او ۵۱ یې بیا پنځوسیزي وهلي دي.

او اوس شعیب ملک دریېم لوبغاړو شو، چې په شل اوریزه لوبو کې لس زره منډي پوري کوي، یاد لوبغاړي په ۳۹۵ لوبو کې ۱۰۰۲۷ منډي کړی، چې په دې منډو کې یې لوړ سکور ۹۵ دي.

ملک تر دې دمه پوري په کومه سلیزه ندي توانېدلي خو د شل اوریزه لوبو په دې فارمټ کې یې ۶۲ پنځوسیزي وهلي دي.

۳۸ کلن ملک اوس هم د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې په ګټه لوبیږي او هر وخت یې د لوبډلې لپاره پزړه پوري توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړې ده.

شعیب ملک د توپوهنی ترڅنګ په ۳۹۵ لوبو کې ۱۴۸ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۱۳ منډو په ورکولو سره د ۵ لوبغاړو سوځول دي.

ملک د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پر وړاندي په ۲۰۰۶م کال کې ترسره کړه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې