افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

په غازي امان الله لیسټ اې لوبو کې د سپین غر لومړۍ ماته

د غازي امان الله خان سیالیو په لړ کې نن دوهمه لوبه هم ترسره شوه، په یاده لوبه کې ټاس سپین غر لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه، میس عینک لوبډلې ټاکلي پنځوس اورونه ونه لوبول او خپله ټوله لوبډله یې په ۱۸۲ منډو کې د لوبې په ۴۹ اور کې له لاسه ورکړه.

د سپین غر لپاره په توپ اچونه کې سمیع الله شینوارې تر نورو غوره توپ اچونه وکړه، نوموړي د سپین غر لپآره څلور ویکټې واخیستې، د میس عینک لپاره په توپ وهنه کې غمي ځدران ترنورو زیاتي ۵۷ منډې وکړي.

د میس عینک ورکړل شوی هدف سپین غر لوبډلې د قوي بیټنګ لاین په درلودلو سره پوره نکړ، او سیالي په ۳۷ منډو میس عینک ته وبایلله، د میس عینک لپاره په توپ اچونه کې حسیب الله بهترینه توپ اچونه وکړه او د سپین غر پنځه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

سبا سهار به بوسټ لوبډله د امو لوبډلې پروړاندې خپل بخت وازمایي، یاده دې وي چې د کندهار ولایت کرکټ لوبغالی ترډېره د توپ اچونې لپاره مناسب دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې