لیګونهنړیوال کریکټ

سونیل نارین ته یو ځل بیا د خطر زنګ

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې نوموتی الراونډر سونیل نارین چې څه موده وړاندې پري د آی سي سي لخوا د بالینګ بندیز لګیدلی و، بیا یې د اوږد ځنډ وروسته بیرته اجازه ورکړه، اوس وروستي راپورونو د نوموړي لپاره خطرناک تمامیدلی شي، نارین چې پرون یې د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب پر وړاندې وروستی اور ترسره کوو نوموړي پکې داسي یو بال ترسره کړی چې غټ سر دردی ورته پيدا کولای شي.

د لوبې امپاېر خبرداری ورکړی چې نارین د اور وروستی بال داسي ترسره کړ چې د هغه اکشن او عمل غیري قانوني و، د نوموړي د دې چلند خبر د بي سي سي آی کميټې ته ورکول شوی، نارین که چيرته د خپل غلط بالینګ اکشن سپیناوي کې ناکام شي نو یو ځل بیا به د نوموړي په توپ اچونه بندیز ولګولو شي.

داکړنه وروسته له هغې رامنځ ته کیږي کله چې د پنجاب مخکښ لوبغاړی ګلین مکسویل په سټرایک ولاړ و او په يو بال ۷ منډې پاتې وي، نارین وشوکولای چې د۱۴ منډو څخه دفاع وکړي خو ځان یې په یو غټ خطر کې د بیا ځل لپاره ورګوزار کړ.

د نوموړي په حق کې به د هندوستان د بي سي سي آی کميټه خپله نهایي نېټه وروسته اعلان کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې