دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

الکیس د سیډني تندر سره یو کلن تړون لاسلیک کړ

د انګلستان کرکټ مشهوره اوپنر الیکس هيلز د بیګ باش لیګ په لوبو کې داځل د سیډني تندر لوبډلې سره یو کلن تړون لاسلیک کړ، نوموړی به د استرالیایي مسلمان توپ وهونکې عثمان خواجه سره د اوپنینګ لړۍ مخ ته یوسي.

هيلز د سیډني لوبډلې سره پر یو کلن تړون خوشالي وښوده او دا لوبډله یې د ځان لپاره تر ټول غوره وګڼله، هغه ویلي، دې لوبډلې دا درې کاله ښه لوبې نندارې ته وړاندې کړلي او په دې فصل کې هم ورڅخه ډېره تمه کیږي،

هیلز د غثمان په اړه ویلي، زه او هغه مختلف لوبغاړي یو، خو عثمان زما لپاره په اوپنینګ کې ډېر مهم دی، ځکه هغه د میدان هر خواته شاټونه وهلي شي،

الیکس هيلز دريم لوبغاړی شو چې د ټام بینټون او ټام کرن څخه وروسته د بیګ باش سیالیو په راتلونکې پړاو کې به د سیډني تندر لپاره ولوبیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې