لیګونهنړیوال کریکټ

نن د آی پي ایل سیالیو په لړ کې دوه لوبې ترسره کیږي

د هندوستان په تجارتي آی پي ایل سیالیو کې تراوسه ۲۳ لوبې ترسره شوي دي، چې بیګا شپه پکې د ډهلي او راجستان ترمنځ لوبه وشوه، په یاده لوبه کې ټاس ډهلي وګټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلي شل اورونو کې ۱۸۴ منډې جوړي کړي او مقابلي لوبډلې ته یې د ۱۸۵ منډو هدف په مخ کې کېښود.

راجستان لوبډلې ونشو کولای چې یاد هدف ته ځان ورسوي او خپله ټوله لوبډله یې د سیالۍ په شلم اور کې په ۱۳۸ منډو له لاسه ورکړه.

نن د آی پي ایل لیګ په جریان کې دوه لوبې ترسره کیږي، لومړی لوبه د کلکته نایټ رایډرز،او پنجاب ترمنځ دوه بجې او ۳۰ د قيقې،

او دوهمه لوبه ماښام مهال شپږ بجې او ۳۰ د قېقې چینای سوپر کینګز د بنګلور لوبډلې پر وړاندې خپل بخت ازمایي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې