نړیوال کریکټ

زیمبابوې کرکټ بورډ خپله ۲۰ کسیزه لوبډله اعلان کړه

په پام کې ده چې د زیمبابوې او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو پيل د روانې اکتوبر میاشتې په ۳۰ نېټه وشي، دا سیالۍ د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي چې پکې درې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه لوبې شاملي دي، د اکتوبر په ۳۰ نېټه به لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه، د نومبر په اوله دوهمه او د نومبر په دريمه به دريمه پنځوس اوریزه لوبه ترسره شي.

د شل اوریزو لوبو پیل به د نومبر په ۷،۸، او لسمه نېټه ترسره شي، د دې لوبو لپاره نن زیمبابوې کرکټ بورډ خپله شل کسیزه لوبډله اعلان کړه،چې پکې چمو چبابه، لوبډلمشر، فراز اکرم، ریان بورل، برین چياري، ټین ډیا چيتارا، ایلټن چیکمبورا، ټینډیا چیسورو، ګریک ایروین، تیناش کامونهوکموي، ویسلي مدهيویر،ویلنګټن موسکدزا، کارل مومبا، ریچمنډ موتمبامي، بلیسینګ موزراباني، ریچارډ نیګراوا، سکندر رضا، میلټن شومبا، برینډن ټایلر، ډونالډ ټریپانو،او سین ویلمیس شامل لوبغاړي دي، د یادولو ده چې د زیمبابوې په شل کسیزه ټيم کې زیات یې پخواني لوبغاړي لیدل کيږي.

پاکستان کرکټ بورډ

غواړې یوځل بیا دونیاوالو ته دا وښایي چې هیواد یې امن دی او د نړۍ هره لوبډله کولای شي په ارامۍ سره دې هیواد ته د سیالیو لپاره راشي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې