افغانستان کریکټلیګونه

د APLپه اړه د افغان کرکټ بورډ وروستي معلومات

د افغانستان کرکټ بورډ په پلان کې لري چې د روان کال په پاې کې د ډيسمبر یاهم په ۲۰۲۱م کال پیل کې د جنورۍ په لومړیو وختونو کې خپل کورنی لیګ ترسره کړي.

APL

د شپږیزې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ دوهم هغه لیګ دی چې د نړۍ په کچه څه نا څه مشهوره دی، د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست اجریه رییس جار عبدرالرحیمزي له کریک بز سره په یوه مرکه کې ویلي،، مونږ له تجارانو سره خبرې کوو، کچيرته دوی د لوبډلو اخیستلو ته چمتو شو نو مونږ بیا په نیږدې ورځو کې یو ناسته کوو، زه هیله مند یم چې افغان کرکټ بورډ به یو ځل بیا د یو غټ لیګ کوربتوب په متحد عربي اماراتو کې وکړي،مونږ پلان لرو چې د دې کال په وروستۍ میاشت او یاهم د ۲۰۲۱ م کال په پیل کې د دې لیګ پیل وکړو، دا پرېکړه به یواځي کم وخت ته اړتیا ولري،،

افغان کرکټ بورډ په ۲۰۱۸ م کال کې د لومړي ځل لپاره د پنځو لوبډلو ترمنځ د

APL

لیګ ترسره کړ چې بلخ لوبډلې یې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې