دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د ویراټ کوهلي بهترینه توپ وهنه او د بنګلور بریا

د هندوستان په تجارتي سيالیو کې نن د رایلز چیلنجرز بنګلور، او چينای سوپر کینګز، ترمنځ ۲۵ لوبه هم ترسره شوه، د دې لوبې ټاس بنګلور لوبډلې وګټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلي شل اورونو کې د ویراټ کوهلي د ۹۰ منډو پرمټ ۱۶۹ منډې جوړي کړي.

د بنګلور ورکړل شوی هدف چينای لوبډلې پوره نکړ او سیالي یې په ۳۷ منډو وبایلله، د بنګلور لپاره کریس موریس تر نورو لوبغاړو ښه توپ اچونه وکړه، نوموړي په ټاکلي څلورو اورونو کې درې ویکټې واخیستې او ۱۹ منډې ورکړي.

د دې لیګ په جریان کې به سبا د ماسپښين لخوا دوه بجې او ۳۰ دقيقې سنریزر حیدر اباد د راجستان پر وړاندې او ماښام ۶ بجې او ۳۰ دقيقې به ډهلي کيپټلز د ممبي انډينز لوبډلې پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې