لیګونه

خوشدل شاه شل اوریزه لوبو کې د تیزي سیلزي ریکارډ جوړ کړ

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی توپوهونکي خوشدل شاه د پاکستان په ملې شل اوریزه لوبو کې په ۳۵ توپونو باندي تیزه سلیزه ووهل.

یاد لوبغاړي چې په یا لیګ کې د سویلي پنجاب لوبډلې په ګټه لوبیږي د سیند لوبډلې پر وړاندي یې پزړه پوري توپوهنه ترسره کړه او ځان یې یوه نوي ریکارډ ته ورسوي.

تر دې مخکې د دې ریکارډ د جدول په سر کې بل پاکستانی لوبغاړی احمد شهزاد وو، چې په ۴۰ توپونو یې په ملې شل اوریزه لیګ کې تیزه سلیزه وهلي وه.

په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه د سیند لوبډلې وکړه دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۲۱۶ منډي وکړی.

د سیند لوبډلې لپاره خرم منظور ۱۰۸ او اسد شفیق بیا ۵۹ منډي وکړې.

پنجاب لوبډلې یاد د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په ورستی اور کې پوره کړ او په دې سره یې د سیند لوبډلې د دوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د پنجاب لپاره خوشدل شاه تیزه سلیزه په ۳۵ توپونو ترسره کړه او ترڅنګ یې حسین تلت ۶۲ منډي وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

خوشدل شاه لومړی پاکستانی توپوهونکی شو، چې په ۳۵ توپونو باندي سل منډي پوره کوي د هغه په دې سلو منډو کې ۹ شپږیزي او ۸ بیا څلوریزي شاملي وي.

په شل اوریزو لوبو کې لومړی ریکارډ د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي ډېوېډ مېلر خپل کړې، هغه د بنګله دېش پر وړاندې په ۲۰۱۷ کې په ۳۵ توپونو سلیزه وهلې وه.

روهېټ شرما په ۲۰۱۷ کې د سریلانکا پر وړاندې په ۳۵ توپونو سلیزه جوړه کړې وه.

او دریېم لوبغاړی سریلانکایي سودېش ویکراما سېکارا په ۳۵ توپونو د ترکیې پر وړاندې په ۲۰۱۹ کې سلیزه وهلې وه.

د دې ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د لوبغاړي یادونه هم کوو، چې په دې لیست کې شتون لري.

 حضرت الله ځاځی په دې لیست کې شپږم لوبغاړي دې، چې په کمو بالونو یې تیزه سلیزه ترسره کړی ده.

ده په ۲۰۱۹ کې د ایرلېنډ خلاف په ۴۲ توپونو باندي تیزي سل منډي کړی وې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې