افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حمزه هوتک د کورني کرکټ ترټولو شانداره توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه

د افغانستان د کرکټ بورډ ترټولو سترې د عازي امان الله خان پنځوس اوریزه لوبې نن د بوسټ او بند امير لوبډلې په لوبه پیل شوي،دا سیالۍ د لومړي ځل لپاره په کندهار ولایت کې ترسره کیږي، چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ پکې ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکول شوې دی.


د دې لوبې ټاس بند امير لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې بنله بوسټ لوبډلې ته ورکړه.


بوسټ لوبډلې د بند امیر څخه یوه شرمونکې ماته وخوړه، دوی ټاکلي پنځوس اورونه ونه لوبول او خپله ټوله لوبډله یې په ۸۹ منډو کې په ۳۵ اور کې له لاسه ورکړه، د بند امير لپاره په توپ اچونه کې سوکه توپ اچونکې امير حمزه هوتک، درې، او نجات مسعود بیا دوه ویکټې ترلاسه کړي، امير حمزه په ټاکلي لس اورنو کې ۱۰ منډې ورکړي اوشپږ اورنه یې هم بغیر له کومې منډې ترسره کړل.


د بوسټ ورکړل شوی هدف بند امير لوبډلې د عمران جنت، او درویش رسولي، د ښي توپ وهنې پرمټ پوره کړ، بند امير لوبډلې وشو کولای چې د لیسټ اې سیالیو د پیل
لوبه په یو ستر مارجن له خپلې سیالي لوبډلې څخه وګتې.


لیسټ اې سیالۍ د لومړي ځل لپاره دا ځل په کندهار ولایت کې ترسره کیږي دغه لوبې د زونونو په کچه د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا په لار اچول شوي چې د کرکټ په برخه کې ترټولو مهمې کورنۍ لوبې بلل کیږي.
یاده دې وي چې د دې سیالیو په لړ کې به دوهمه لوبه سبا سهار سپین غر لوبډله د میس عینک لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې