افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

امو لوبډلې د څلورو وېکټو په توپیر بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د ملي ستوري نجیب تره کي د شل اوریزو سیالیو په ترڅ کې نن امو او بندامیر معلولینو لوبډلو د یو بل پر وړاندې لوبه وکړه چې په پایله کې یې امو لوبډلې سیال لوری د څلورو وېکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.د لوبې په پيلېدو سره پچه بندامیر لوبډلې وګټله چې لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټولو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې ادریس خان زیاتې ۵۷ او عبدالله لېوال ۳۱ منډې وکړې.

د امو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې اجمل عبدالرحیمزي ډېرې درې، صفي الله دوه او طفيل یوه وېکټ ترلاسه کړه. ورپسې امو لوبډلې د خپلې توپوهنې پاڼۍ هم پیل کړه چې د لوبې په ۱۷،۲ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره او بریا خپله کړه.د امو لوبډلې د توپوهونکو له لوري ثناالله زېاتې ۳۵، طفيل ۳۴ او نجیب الله ۲۴ منډې جوړې کړې.د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې صفت الله ۳ او عبدالله یوه ویکټ ترلاسه کړه. د يادې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه طفيل ته ورکړل شوه چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې۳۴ منډې او یوه ويکټ ترلاسه کړې وه.

نوید افغان

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې