لیګونه

نیکولاس پوران په روان اې پی ایل لیګ تیزه پنځوسیزه پوره کړه

د ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلې او په IPL سیالیو کې د کنګز الیون پنجاب لوبډلې پیاوړی توپوهونکي نیکولاس پوران په روانو سیالیو کې تر ټولو تیزه پنځوسیزه ووهل.

پوران په پرونۍ لوبه کې په ۳۷ توپونو باندي تیزي ۷۷ منډي ترسره کړې خو ونه توانېد، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

د پنجاب لوبډلې دې ځوان لوبغاړی په ۱۷ توپونو باندي پنځوسیزه پوره کړه، چې تر اوسه پوري په ۲۰۲۰م کال اې پی ایل لیګ کې کوم بل لوبغاړي نده پوره کړی.

یاد لوبغاړي په پرونۍ سیالۍ کې ډیره پزړه پوري توپوهنه ننداري ته وړاندي کړه، چې د حیدراباد لوبډلې پر یوه توپ اچونکی عبدالصمد باندي یې په یوه اور کې ۴ شپږیزی او یوه یې بیا څلوريزه ووهله په هم هغه اور کې نیکولاس پوران پنځوسیزه هم پوره کړه.

په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۲۰۲ منډو ستر هدف وټاکه.

کله چي پنجاب لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۶،۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې جوړې کړې او په ۶۹ منډو توپير یې له حیدراباد لوبډلې څخه سخته ماته وخوړه.

نیوکولاس پوران تر ۷۷ منډو کولو ورسته د افغان سلو توپ اچونکي راشد خان ارمان لخوا کیچ اوټ شو.

راشد په څلورو اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او یو اور یې میډیم ترسره کړ.

راشدخان په پرونۍ لوبه کې درې واړه مهم لوبغاړي وسوځول او په مټ یې حیدراباد لوبډلې بریا خپله کړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې