دلوبغاړو په اړه

راشد خان ارمان د ترکي په اړه تازه څرګندونې وکړې

راشد خان ارمان چې د ۲۰۲۰ م کال په هند سوداګرېز لیګ کې ښه ځلېږي او د لوبډلې په ګټه یې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړې ده، هغه تېر ماښام هم د پنجاب لوبډلې پر وړاندې ښه باولېنګ ترسره کړ او د لوبډلې په ګټه یې اقتصادي توپ اچونه ترسره کړه.

نوموړي د کېنګز الېون پنجاب پر وړاندې پرون ماښام باولېنګ کې د څلورو اورنو پر بنسټ ۱۲ منډې ورکړې او د پنجاب لوبډلې ۳ کلیدي لوبغاړي یې وسوځول. او پنجاب لوبډله یې په ۱۶،۵ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډو باندې محدوده کړه.
په هر حال له بریا وروسته راشد خان د خوښۍ احساس درلود، او د لوبې بریا یې د خپلې لوبډلې ملګري ځوانيمرګ نجېب ترکي ته وقف کړه. او له سنراېزر حېدراباد لوبډلې له لوبغاړو یې هم مننه وکړه، چې د نجېب ترکي کورنۍ سره یې د غمشریکۍ په پار له خپلو مټو تورې پټۍ تاوې کړې وې.

خان د لوبې له بریا وروسته په خبرو اترو کې وویل: ((نجېب ترکی زمونږ ښه ملګری او افسانوې لوبغاړی وه، خو اوس هغه نشته او دا د منلو وړ نه ده.)) نوموړي همدغه راز د خپلې توپ اچونې په اړه وویل، واقیعاً منځنې اورنه زمونږ لپاره کلیدي وه خو دا چې هدف ښه وه نو ما هم په اسانۍ سره توپ اچونه ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې تیره شپه د آی پي ایل سیالیو په دوام سنراېزر حېدراباد لوبډلې کېنګز الېون پنجاب لوبډلې ته په ستر توپېر (۶۹) منډو باندې ماتې ورکړه او حېدراباد لوبډلې بریا ترلاسه کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې