دلوبغاړو په اړه

الراونډره هیلي جېنس په ښځینه بیګ باش لیګ کې له هوبارټ هورېکنز لوبډلې سره یو ځای شوه

د نیوزیلینډ ښځینه کریکټ ملي لوبډلې الراونډره یا ټول چارې لوبغاړې هیلي جېنس په ښځینه بیګ باش تجارتې لیګ کې له هورباټ هورېکنز لوبډلې سره یو ځای شوه او سږ کال به د دغې لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

د ښځینه بیګ باش لیګ دا ۶ م پړاو دی چې په پام کې ده د اکتوبر میاشتې په ۲۵ مه نېټه د روغتیایي تدابېرو ته په پام کې نیولو سره پیل شي. د یادې لوبډلې مالک سکاټ بایرنس هم د اسټرالیا په دغه ښځینه لیګ کې د جېنس شتون تائیدوې او پر وېنا یې چې دا یې د لوبډلې لپاره کلیدي لوبغاړې ده.

نوموړي د خبرو پر مهال وویل: ((د الراونډرې هیلي جېنس هر اړخېز فعالیت واقیعاً د ستاینې وړ دی. او مونږ تمه لرو چې هغه به د لوبډلې لپاره ښه پایله ورکړې.)) هیلي جېنس د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې لپاره په ۲۰۱۴ م کال کې کریکټ پیل کړ.

او په ۲۰۱۹ م پنځوس اورېز جام کې نوموړې د لومړۍ لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې