لیګونه

T10 لیګ د ۲۰۲۱م کال په جنوری میاشت کې پېلیږي

د متحده عربی اماراتو لس اوریزه سوداګریز کرکټ لیګ راتلونکي کال د جنوری میاشتې په ۲۸مه نیټه پېلیږي او د فیبروری میاشتې په ۶مه نیټه پای ته رسیږي.

ټاکل شوې وو دا لیګ د همدې کال د جنوری میاشتې په ۱۹مه نیټه پیل شوې وای، خو د کرونا ویروس له امله وځنډول شو، اوس تازه دا لیګ د راتلونکي کال په جنوری میاشت کې پیلیږي.

یاد لیګ چې ۹ ورځی دوام کوي پکې  اته لوبډلې نګال ټایګرز، دیکان ګلاډیئټیرز، ډیلي بلز،  کرناټاکا ټسکرز، مرتا عربیئنز، قلندرز، نارترن وريئرز او مایسټېري لوبډلې شاملې دي.

دې لیګ کې د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه تکړه لوبغاړي اخېستل کېږي، چې دې نوملړ کې د افغان لوبغاړو نومونه هم د یادولو وړ دي.

دا لیګ چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې راپیل شو، د لومړي کال اتلولي یې د مرتا عربیئنز لوبډلې په خپل نوم کړه.

د ۲۰۱۸م کال اتله لوبډله بیا د نارترن وريئرز لوبډله شوه او په ۲۰۱۹م کال کې بیا د پنجاب لیجنډز لوبډله وتوانېده، چې ټرافي په خپل نوم کړي.

۲۰۱۸ کال کې افغان اوپنر او هیټر توپ وهونکي شهزاد محمدي د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې سِندیانو په لوبډله چې شېن واټسن یې لوبډلمشر و، په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې کړې وې او لوبه یې له واټسن څخه په اوپننګ ګټلې وه، ده په ۱۲ توپونو چټکه پنځوسیزه هم وهلې وه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې