دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

په ننۍ لوبه کې د مجیب او ګيل لپاره ښه خبرونه

د هندوستان په تجارتي سیالیو کې نن ماښام شپږ بجې او ۳۰ دقېقې سنریزر حیدر اباد لوبډله د کینګز الیون پنجاب لوبډلې پر وړاندې خپل بخت ازمایي، پنجاب تراوسه په پنځو لوبو کې یوه ګټلې او څلور نور یې بایللي دي، اوس تازه په یو راپور کې خبر ورکول شوی چې نن ماښام به د ګلین مکسویل پر ځای ویسټ انډيزي اوپنر کریس ګيل ته چانس ورکول شي.

د ګيل وروسته کینګز الیون پنجاب لوبډله پلان لري چې په ننۍ لوبه کې مجیب الرحمن هم په یولس کسیزه لوبډله کې شامل کړي، تیره ورځ د پنجاب لوبډلې روزونکې وسیم جعفر هم ویلي و چې که پنجاب لوبډله مخکې تګ غواړې نو پرته د ځنډ څخه دې مجیب او ګيل ته چانس ورکول شي.

یاده دې وي چې لا تراوسه مجیب او کریس ګيل ته په پنځو لوبو کې  هیڅ کوم چانس نه دی ورکول شوی،

دوی خپل احتمالي یو لس کسيزه لوبډله کې کیل راهول، ماینک اګروال، کریس ګيل، مجیب الرحمن، نیکولاس پوران، مندیپ سینګ، سرفراز خان، مورګن اشوین، روي بیشنو، محمد شيمي، او شیلډن کوټریل، شامل دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې