دلوبغاړو په اړه

ویرات کوهلی په شل اوریزه لوبو کې ۹۰۰۰ منډي پوره کړې

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او په هند غوره لیګ سیالیو کې د رویال چلنجر بنګلور لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلی په شل اوریزه لوبو کې ۹۰۰۰ منډي بشپړي کړې.

ویرات کوهلی یوازنې هندې لوبغاړی دي، چې په شل اوریزه لوبو کې نهه زره منډي جوړوي.

کوهلی یا ریکارډ ته په ۲۸۶مه لوبه کې، چې د ډهلی لوبډلې پر وړاندي یې ترسره کړه ځان ورساوه.

۳۱ کلن ویرات کوهلې د نړۍ په سطحه يو پیاوړې توپ وهونکې دي، یاد لوبغاړي د خپل هیواد لپاره تر دې دمه پورې ۲۸۶ شل اوریزه، ۲۴۸ یو ورځنۍ او ۸۶ یې بیا ټيسټ لوبې ترسره کړی دي.

د ټیسټ لوبو په ۱۴۵ پاڼیو کې  ویرات کوهلې۷۲۴۰ منډي، د یو ورځنيو لوبو په ۲۳۹ پاڼيو کې یې بیا ۱۱۸۶۷ منډي او  د شل اوریزه لوبو په دې فارمټ کې یې ۹۰۳۳ منډي ترسره کړي دي.

همدارنګه ویرات کوهلي په ټیسټ لوبو کې ۲۷ سلیزي، ۲۲ پنځوسیزي او په دې فارمټ کې يې ۲۰۰ منډي ۷ ځلې پوره کړي دي.

د دې تر څنګ یې بیا په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزي او ۵۸ یې پنځوسیزي وهلي دي.

او په ۲۸۶ شل اوریزه لوبو کې یې ۶۵ پنځوسیزي او ۵ یې بیا سلیزي وهلي دي.

کوهلی لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ۲۰۱۰م کال کې د زیمبابوی لوبډلې پر وړاندي ترسره کړه.

ویرات کوهلې د ټیسټ لوبو په نړیواله درجه بندی کې په دوهم ځای کې، د یو ورځنیو لوبو په نړیواله درجه بندی کې بیا په لومړی ځای کې او د شل اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندی کې لسم مقام له ځان سره لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې