افغانستان کریکټ

ملې لوبغاړي د غازی امان الله خان جام سیالیو د لوبېدو په موخه کندهار ته رسېدلي

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام سیالیو  لپاره ټول لوبغاړي، چې په دې لوبو کې لوبېدل کندهار ولایت ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې سبا د یادو لوبو په پیل کې بُست لوبډله د بند امیر پر وړاندي لوبه ترسره کړی.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري، چې په کندهار ولایت کې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې یا یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې سبا به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې دوام وکړی.

باید وویل شي چې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځنۍ سیالۍ له شپږیزې کرکټ لیګ وروسته هغه سترې سیالۍ دي چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون پکې د بېلابېلو کټګوریو تکړه او ځلېدلي لوبغاړي لوبېږي.

د کورني کرکټ د مسوول احسان الله عبید په وینا، دا ځل مو په پام کې نیولې چې د غازي امان الله خان جام سیالۍ د کندهار په کرکټ لوبغالي کې ترسره کړو، چې د یادو لوبو د ترسره کېدو  لپاره مو بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوی چې سږ کال به یې له ۱۰مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې څلورم پړاو ترسره شي.

د یادو سیالیو د لومړي پړاو اتلولي سپین غر لوبډلې، د دویم پړاو اتلولي د بست لوبډلې او د دریم پړاو (تېر کال) اتلولي بیا د مس عینک لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې