دلوبغاړو په اړه

بېن سټوکس د کلکتې ناېټ راېډرز پر پریکړې حیرانتیا څرګنده کړه

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی چې د آی پي ایل په پیل سیالیو کې یې د کورنیو ستونزو له امله ګډون نه وه کړی، څو ورځې وړاندې له نیوزیلینډ هېواد څخه متحده عربي اماراتو هېواد ته راغی او له خپلې لوبډلې راجستان راېلز سره یو ځای شو.

سټوکس د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې پر هغې پریکړې خپګان څرګند کړ، کوم چې د چینای سوپر کېنګز پر وړاندې ترسره شوه. نوموړي له دې کبله خپګان څرګند کړ چې د ایون مورګن په شتون کې کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې وېسټ انډیزی سنېل نارین توپ وهنې لپاره لوبغالي ته ولېږله.
او دغه کار یې خورا حیرانوونکی وباله، هغه پر خپل رسمي ټوېټر پاڼه بیا له مینه والو پوښتلې دي: ((چې آیا مورګن باید وړاندې توپ وهنې ته ورغلی وای که سنېل نارین؟.)) چې د نوموړي دغې پوښتنې ته د هند پخواني کریکټ لوبغاړي یوراج سېنګ لیکلې دي:
((هو، دا یوراج ته ورته دي له سټوکس وړاندې. ځینې وختونه به تاسې وځنډول شئ. او بالر به در څخه مخکې شې. نو که هر څوګ ښه توپ وهنه کولی شې هغه به مخکې کېږي.)) خو نارین هم په خپلې توپ وهنې کې پاتې راغلی او ښه ونه ځلیده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې