دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اسټرالیا ښځینه لوبډلې په مسلسل ډول ۲۱ یو ورځنۍ لوبې په خپلې بریا پاېته ورسوې

د اسټرالیا او نیوزیلینډ ښځینه لوبډلو ترمنځ چې د پنځوس اورېزو لوبو لړۍ د اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې په بریا سره پایته ورسېده، نو پر همدې بنسټ یې ستر ریکارډ هم جوړ کړ.

د اسټرالیا ښځینه لوبډله په ښځینه کریکټ کې هغه یوه لوبډله ده، چې په پرله پسې توګه یې ۲۱ یو ورځنۍ لوبې په خپلې بریا سره پاېته ورسوې. وړمه ورځ د دواړو ښځینه کریکټ لوبډلو ترمنځ وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوه، چې د اسټرالیا ښځینه کریکټ لوبډلې په ستر توپېر سره وګټله.

اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې نیوزیلینډ ښځینه کریکټ لوبډلې ته یې په ۲۳۲ منډو ستر توپېر ماتې ورکړه او نیوزیلینډ ښځینه کریکټ ملي لوبډله یې تش لاس کور ته ولېږله.

د یادونې وړ ده چې دا ریکارډ نه یوازې اسټرالیا ښځینه لوبډله له ځانه سره لري، بلکې د اسټرالیا نرینه کریکټ ټیم هم دا ریکارډ له ځانه سره لري او په پرله پسې توګه یې ۲۱ یو ورځنۍ لوبې په خپلې بریا سره پاېته رسولې دي. چې پر همدې اساس دواړه لوبډلو دا ریکارډ مساوي کړ، او د نورو کریکټ لوبډلو لپاره یې یو ستر ریکارډ جوړ کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې