نړیوال کریکټ

نیوزیلینډ ښځينه لوبډله د استرالیا څخه تش لاس کورته ستنیږي

د استرالیا او نیوزیلینډ ښځينه لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزه او درې پنځواوریزه لوبې ترسره شوې، د شل اوریزه لوبو په سریز کې استرالیا دوه او نیوزیلینډ بیا یوه لوبه وګټله، د پنځوس اوریزه لوبو په لړ کې لومړی، دوهمه، او درېمه لوبه استرالیا ښځينه لوبډلې وګټله، د استرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ د پنځوس اوریزو لوبو سیریز درېمه لوبه هم ترسره شوه، په یاده لوبه کې ټاس ميلمنې لوبډلې وګټه او کوربه لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه، استرالیا په ټاکلي پنځوس اورونو کې ۳۲۵ منډې جوړي کړي، چې پکې هینسي، ۹۰ او هیلي، بیا ۸۷ منډې جوړي کړي.

نیوزیلینډ ښځينه لوبډلې د استرالیا ورکړل شوی هدف پوره نکړ او خپله ټوله لوبډله یې په ۹۳ منډو کې له لاسه ورکړه استرالیا د سیریز د ګټلو سره سره نیوزیلینډ ښځینه لوبډله سخته خفه کړه، د همدې لوبې سره د استرالیا او نیوزیلینډ ښځینه لوبډلو د لوبو بهير پای ته ورسید، استرالیا په خپل کوربتوب وشو کولای چې د نیوزیلینډ څخه د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو سیریز وګټې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې