افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړهلیګونه

مجیب الرحمن او محمد نبي عیسی خيل حق لري چې د پاتې سیالیو لپاره نورولوبډلو ته ستانه شي

د هندوستان په تجارتي لیګ ځنې لوبغاړي د دوه افغان لوبغاړو په شتون کې حق لري چې په خپله خوښه لوبډله پریږې او بلې لوبډلې کې د لوبیدو غړیتوب ترلاسه کړي،هند وستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې هغه لوبغاړي چې نه غواړې د خپلې لوبډلې سره پاتې شي کولای شي د لیګ په نيمه یې کې لوبډله پریږدي او بلې لوبډلې سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړي.

هند کرکټ بورډ ویلي، کوم لوبغاړي چې د ۷ لوبو څخه په دوو کې لوبیدلي وې نو هغه کولای شي ځان بلې لوبډلې ته انتقال کړي، دا  لومړی ځل دی چې هند کرکټ بورډ په هندي آی پي ایل لیګ د ۷ لوبو ترسره کولو وروسته هغه لوبغاړو ته چانس ورکوي چې خپلې لوبډلو سره یې یوازې دوه لوبې ترسره کړي وې، په تیرو کلونو کې د انتقال پروسه جلا وه هغې وخت کې به چې لوبډلې کوم لوبغاړی واخیست او لوبې به شروع شوې نو لوبغاړي بیا دا حق نلرو چې کومې بلې لوبډلې ته لاړ شي.

که محمد نبي عیسی خيل او مجیب الرحمن وغواړې د نورو ۷ لوبو لپاره کومې بلي لوبډلې ته لاړ شي نو هیڅ ډول مشکل ورته نشته، د مجیب او نبي وروسته ځنې نور لوبغاړي هم شته چې په لوبډلو کې ورته هیڅ ډول چانس نه دی ورکول شوې.لکه کریس ګيل، سندیپ لامیچاني، الیکس کیري، عمران طاهر، کریس موریس او نور زیات لوبغاړي.

یاده دې وي چې د لوبغاړو د انتقال پروسه وروسته له لومړي پړاو څخه شروع کیږي یعني هره لوبډله به ۷ سیالۍ پوره کوي او بیا به د لوبغاړو انتقال شروع کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې