دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

غلي خان هم د ژورو ټپونو له امله سږکال آی پي ایل کې د لوبيدو چانس د لاس ورکړ

د پاکستان هیواد اوسیدونکی او په امریکا کې میشت چټک توپ اچونکې غلي خان هم د روان آی پي ایل سره مخاښه وکړه، غلي خان لومړی توپ اچونکی و چې د هاري ګورني پر ځای کلکتې لوبډلې په خپله لوبډله کې ځای کړ، نوموړی د امریکا متحد ایالت په ملي لوبډله کې لوبیږي.

کلکتې لوبډلې تاید کړه چې هغه ځنې ژور ټپونه لري چې په راون آی پي ایل سیالیو کې د لوبیدو هيڅ کوم چانس نه لري، غلي خان د ویسټ انډیز په تجارتي سیالیو کې د اتلې ټرین باګو نایټ رایډرز لوبډلې لپاره ولوبیده، هلته یې ښه وړتیا وښودله او د لومړي ځل لپاره د هندوستان په تجارتي سیالیو کې واخیستل شو، خو د نوموړي قسمت کار ونکړ چې په روان لیګ کې د کلکتې لوبډلې لپاره ولوییږي.

یاده دې وي چې کلکته نایټ رایډرز لوبډله د ځانه سره په چټکه توپ اچونه کې پټ کومینس، او نور کورنې لوبغاړي د ځانه سره لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې