دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

عماد وسیم : زما پڅير ډېر کم سپينران شته چې په پاور پلی کې ښه توپ اچونه وکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر عماد وسیم په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي چې د ده پڅير توپ اچونکې په نړۍ کې ډېر کم لید ل کیږي چې په سرکل کې توپ اچونه ترسره کړي، نوموړي د کریک انفو سره په یوه اوږده مرکه کې دا خبرې کړي دي.

عماد ویلي،، کله چې په کورني لیګ کې د لوبډلې مشرې راتر غاړې وته نو خپل ځان مې وازمایلو چې په نوې بال توپ اچونه وکړم، دا د یو سوکه توپ اچونکې لپاره ډېره سخته تماميږي چې د برید په وخت کې توپ اچونه وکړي،په دې وخت کې یوازې دوه فیلډران له دایرې څخه دباندې وې چې پکې توپ وهونکې د ډېرو منډو هڅه کوي،،

د یادولو ده چې عماد وسیم په ویټاليټي بلاسټ سیالیو کې د پیل اورونه ښه ترسره کړل نو له همدې امله یې پوره یقین دی چې له دې پرته په دایره کې دومره ښه توپ اچونه ‌ډېر بالران نشي کولای.

بل پلو افغان سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن بیا په اوسني وخت کې د نړۍ نامتو سوکه توپ اچونکی دی چې په خپلې بهتریې توپ اچونې سره د پیل لوبغاړي سخت ننګوې، له دې مخکې ویسټ انډيزي سمیول بدري هم په سرکل کې اورونو ترسره کول چې د ویسټ انډيز لپاره به ډېر ښه تمامیده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې