دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د کینګز الیون پنجاب د لوبډلې روزونکې وسیم جعفرویلي د مجیب نشتون له امله مو سیالۍ وبایللې

مجیب الرحمن چې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لپاره لوبیدونکی لوبغاړی دی لا هم ورته په لوبو کې کوم چانس نه دی ورکول شوی، د ده ترڅنګ بل ویسټ انډیزی کیڼ لاسی چټک اوپنر کریس ګيل هم نه دی لوبول شوی، د دوی په نشتون کې پنجاب لوبډلې مسلسلې ماتې وخوړلي، او د کرکټ ډیری مبصرینو هم د کینګز الیون پنجاب په مدیریت نیوکې کولي.

اوس پخپله د کینګز الیون پنجاب لوبډلې د توپ وهنې روزونکې وسیم جعفر ویلي،، که پنجاب لوبډله غواړې چې د خپلو ماتو مخه ونیسې نو زر تر زره دې مجیب او کریس ګيل ته چانس ورکړي، راتلونکې ۹ نورو لوبو کې باید مجیب او ګيل ته چانس ورکول شي،

ځکه که پنجاب لوبډله د مخکې تګ هيله لري نو د دوی له اسعدادونو دې ګټه واخیستل شي، مجیب الرحمن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی دی چې لا تراوسه پورې ورته په آی پي ایل سیالیو کې پنجاب لوبډلې کوم چانس نه دی ورکړي، که څه هم مجیب د ویسټ انډیز په کرابین لیګ کې ترټولو بهترینه توپ اچونه ترسره کړه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې