دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د کرکټ نړیواله شورا : د کرکټ مینوال دي بي ځای ننګونې نکوي

Icc

یا د کرکټ نړیوالې شورا خبر ورکړ چې د کرکټ هغه مینوال چې له ډېر څه څخه نه دې خبر باید خاموشه پاتې شي، دا خبرې وروسته له هغې راپورته کیږي کله چې د هندوستان په تجارتي آی پي ایل سیالیو کې د حیدر اباد او ممبي په لوبه کې کین ویلیمسن توپ اچونې ته راوستل شو، د کرکټ زیاتو مینوالو په خپلو ټولنیزو رسنیو د بغاوت پوسټونه وکړل او د ویلمسن توپ اچونه یې د کرکټ د نړیوالې شورا خلاف وبلله.

د کرکټ نړیوالې شورا د دې پوښتنې په ځواب کې بیرته په رسمي ډول غوښتنه کړې چې له کومو معلوماتو چې نه یاست خبر چیغې مه وهۍ، اوس د کین ویلمسن توپ اچونه له مونږ سره رسمي ده او د هغه په توپ اچونه کې هیڅ ډول مشکل نه لیدل کیږي.

کین ویلیمسن د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې د سنریزر حیدر اباد په ګټه لوبیدونکی لوبغاړی دی، هغه د ممبي پر وړاندې څه ناڅه ښه توپ اچونه وکړه خو د بالینګ ترسره کول یې د مینوالو لپاره د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو خلاف و.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې