افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د ننګرهار بهسودو لوبغالی د نجیب ترکي په نوم ونومول شو

د افغان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي په خپل رسمي اکاونټ لیکلي چې د ننګرهار بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم شو.

نجیب تر‌کی د افغان کرکټ ځلانده ستوری و، هېواد او کرکټ سره یې خورا ډېره مینه درلوده او د غوره اخلاقو يوه ښه بېلګه وه. د هغه مړینه د کرکټ کورنۍ او د ټولو افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده. د نوموړي یاد د تل پاتې کېدو په پار مو نن د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د هغه په نوم ونوماوه چې له دې وروسته به د نجیب تره کي کرکټ لوبغالي په نوم،،

د کرکټ زیاتو مینوالو په خپلو ټولنیزو رسنیو د کرکټ بورډ څخه دا غوښتنه کړې وه چې د ننګرهار بهسودو لوبغالی دي د نجیب ترکي په نوم شي.

افغان کرکټ بورډ نن رسماً تاید کړه چې دا لوبغالی به د ننګرهار بهسودو پرځای د نجیب ترکي په نوم یادیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې