لیګونه

IPL: ډهلی د ۵۹ منډو په توپیر بنګلور ته ماتې ورکړه

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې تیره ماښام رویال چلنجر بنګلور د ډهلی کپټلز لوبډلې سره د میدان ډګر ته کښته شوه، چې ډهلی د ۵۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

په یادې بریا سره اوس ډهلی د اتو نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې قرار لري.

د لوبې پچه د بنګلور لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونی پریکړه وکړه.

ډهلی لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۶ منډي وکړې او بنګلور ته یې د ۱۹۷ منډو هدف په مخ کې کښیښود.

د ډهلی لوبډلې ته مارکیوس سټونس ۵۳ ناسوځېدلي منډي، پریتیوشاه ۴۳ منډي او ریشب پنټ تر نورو ډيري ۳۷ منډي وکړې.

بلخوا د بنګلور لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد سیراج دوه لوبغاړي،معین علی او اوسارا اودانا بیا یو-یو لوبغاړی وسوځول.

کله چې بنګلور لوبډله د ۱۹۷ منډو پوره کولو په هدف میدان ته راغله، دې لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډي وکړې او لوبه یې د ۵۹ منډو په توپیر ډهلی ته وبایلل.

د بنګلور لوبډلې ته په توپوهنه کې لوبډلمشر ویرات کوهلی تر ټولو ډیری ۴۳ منډي وکړې.

کیوګیس راباډا ۴ لوبغاړي، اکسر پټيل او اورنیچ نورتج بیا د ډهلی لپاره دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړي اکسر پټیل وټاکل شو، چې د خپلي لوبډلې لپاره یې په څلورو اورنو کې دوه لوبغاړی وسځول او ۱۸ منډي یې ورکړی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې