دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

کارتیک ټیګي د آی پي ایل سیالیو پیل د کوینټن ډي کاک په ویکټه وکړ

کارتیک ټیګي د هندوستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې چټک توپ اچونکی و، چې اوس مهال د هندوستان په دیارلسم پړاو  آی پي ایل لیګ کې د راجستان رایلز لپاره لوبډلې لپاره لوبیږي.

کارتيک په تير نړیوال جام کې د هندوستان په ۱۹ کلنه لوبډله کې ښه وځلید، او له هغه وروسته بیا د هندوستان په نیلامۍ کې د راجستان لوبډلې په مناسب قیمت واخیست.

کارتيک د آی پي ایل سیالیو پیل د ممبي انډینز لوبډلې پر وړاندې وکړ، او په خپله لومړۍ لوبه کې د لومړي اور په دريم بال جنوبي افریقایي کوینټن ډي کاک له مخي پورته کړ.

کارتیک ټيګي په ښي لاس چټکه توپ اچونه ترسره کوي، د نوموړي د بال اوسنی سپيډ ۱۳۶ او ۳۷ دی، نوموړی ۱۹ کاله عمر لري او ملي ټيم ته د راتګ خوبونه له همدې ځای په ريښتيا کول غواړې.

د کرکټ یو شمير څارونکې د کارتیک د نني بالینګ زیاته ستاینه کوي او د هغه راتلونکی ډېر روښانه ښایي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې