دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

په روان آی پي ایل لیګ کې توپ وهونکو ته اخطار

د هندوستان مشهوره سوکه توپ اچونکې رویچندران اشوین یو ځل بیا په آی پي ایل سیالیو کې ټولو توپ وهونکو ته وارنينګ یا اخطار ورکړ چې د ده د توپ اچونې په جریان کې دي په کریز کې دننه پاتې کیږي.

د هندوستان په آی پی ایل سیالیو کې پرون شپه ډهلي لوبډلې خپل بخت د بنګلور لوبډلې پروړاندې و ازمایلو، ډهلي په خپلې بهترنې توپ اچونې سره وشو کولای چې بریا ترلاسه کړي، په یاده سیالۍ کې رویچندران اشوین د پاډیکل خلاف توپ اچونه کوله چې ایروین فینچ په نن سټرایک ولاړ و.

اشوین د بالینګ اکشن وښود په دې شېبه کې فینچ له ټاکلي خط څخه وتلی و اشوین په یوې مسکا سره فینچ ته اخطار ورکړ ترڅو د بیا ځل لپاره پوره پاملرنه وکړي.

د لوبې وروسته هندي لوبغاړي په ټولنیزه رسنۍ باندې یو پوسټ وکړ چې پکې یې لیکلي و،،

زما ټولولوبغاړو ته اولنی او اخرنی اخطار دی، باید له دې وروسته ټول توپ وهونکې ډېر پام وکړي،،

دا اوټ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۷ م کال کې د استرالیا خلاف په سیډني نړیوال لوبغالي کې د یو هندي لوبغاړي منکنډ له لورې ترسره شو، او لا تراوسه په همدي نوم مشهوره دی.

اشوین په دې ډول اوټ کیدو کې د نورو لوبغاړو څخه غټ نوم لري، اشوین په تير آی پي ایل کې جوز بټلر، او له هغه راوروسته دا اوټ افغان سوکه توپ اچونکې نور احمد لکڼوال په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې