لیګونه

پریتوراج یاررا د کومار پرځای د حیدراباد لوبډلې سره یو ځای کیږي

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې او سنرایزر حیدراباد تیز توپ اچونکی کومار په تیره لوبه کې د چینای پر وړاندي سخت ټپي شو او اوس د یادې لوبډلې سره د هغه پر ځای پریتوراج یاررا یو ځای کیږي.

پریتوراج یاررا په ۲۰۱۹م کال کې د کلکتی لوبډلې سره یو ځای شوې و، هغه د یادې لوبډلې لپاره په دوو لوبو کې یوازی یوه ویکټه ترلاسه کړې وه.

د راپورونو پر وینا کومار به له اوو څخه تر اتو اونیو پوري استراحت وکړي.

د کومار نه لوبېدل د حیدر اباد لوبډلې لپاره یوه لویه ضایع ده، چې د راشد ترڅنګ د یادې لوبډلې لپاره کومار کلیدي لوبغاړي شمیرل کیږي.

د هغه پر ځای په تیره لوبه کې د ممبی لوبډلې پروړاندي سیدارت کاهول ولوبیدي، چې په څلورو اورونو کې يې دوه لوبغاړي وسوځول او ۶۴ منډي یې ورکړې.

په څلورو اورونو کې د ۶۴ منډو ورکول دا د یوه تیز توپ اچونکی لپاره ډیره غټه خبره ده اوس د کومار پرځای د یادې لوبډلې لپاره کاهول تیز توپ اچونکی دي.

دا په داسی حال کې ده، چې کومار په تیره لوبه کې د چینای پر وړاندي په لوبه کې د توپ اچونی پر مهال ټپی شو.

کومار د حیدراباد لوبډلې لپاره په څلورو لوبو کې برخه واخیستل، چې په دې لوبو کې یې  ۳ لوبغاړي سوځول او په هره لوبه کې یې اوسط منډي ۶،۹۸ منډي وکول دي.

ټاکل شوې حیدر اباد لوبډله خپله راتلونکی لوبه د کنګز الیون پنجاب لوبډلې پر وړاندي ترسره کړې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې