دلوبغاړو په اړه

فاني دنیا او نیمګړی ژوند، نجيب ترکي د ژورو ټپونو له امله نن په روغتون کې ساه ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی نجیب ترکی هم ځوانیمرګ شو، د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی نجيب ترکی د تيري جمعې په ورځ د جلال اباد چکنوري نومې سيمې کې د يوې ترافيکي پيښې له امله سخت ژوبل شوی و.
نجیب بیا سترګې خلاصې نکړې، او د سر د شدید ټکان له وجې یې ډاکترانو لا د مخه د مرګ ۹۰ فیصده خبر ورکړی و.
نوموړي نن په یو حصوصي روغتون کې سهار پنځه بجې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
نجیب د کرکټ په ډکر کې ډېرې کمې خوږې شیبې لیدلي، نوموړی د افغانستان شپږيزه لیګ کې سخت ژوبل شو لا يې روغتيا نه وه جوړه چې جلال اباد کې سراچې موټر وواهه او نن سهار وخت يې دا نړۍ پرېښوده.


نجیب د افغانستان لپاره یوه پنځوس اوریزه او ۱۲ یې بیا شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي وې.
پنځوس اوریزه کې پنځه، اوپه ۱۲ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۵۸ منډې ترلاسه کړې وې، او ترټول ډېرې منډې په یوه لوبه کې ۹۰ وې.
ځوانیمرګ نجیب ترکی د ۲۹ کالو او ۲۴۶ ورځو په عمر ومړ.
نجیب ترکی په ۱۹۹۱ م کال د فیبرورۍ په دوهمه نېټه زیږدلی وو. او نن د ۲۰۲۰ م کال د روانې اکتوبر میاشتې په شپږمه نېټه ومړ.
نن د افغانستان د کرېکټ په تاريخ کې يوه لويه غميزه ، توره ، او نه جبرانېدونکې ورځ ده، د کرکټ مینوالو په خپلو ټولینزو رسنیو افغان کرکټ بورډ پر دې پړ وګڼه چې د نجیب په درملنه کې یې ناغیړه کړې.


دوی لیکلي، کلونه کلونه يې ظالمانو په حق پښه ايښې وه او اوس يې مرګ په ستوني پښه کېښوده، بل یو څارونکې لیکلي، چا چې ورسره خيانت کړی وجدان به يې اوس ورته څومره کنځل کوي،
همده سره خواکې بل ملګري لیکلي،تر کرکټ بورډ وروسته ورسره ژوند هم ډېره ناځواني وکړه، کرکټ بورډ یې وړتیا ته ونه لیده او ژوند یې ځواني خاورې کړه.د یادولو ده چې د نجیب ترکي، لومړۍ جنازه په شیرزي لوبغالي کې د سهار په ۱۰بجو او دوهمه جنازه یې په درونټه هجرت کلي کې د شیخ نیکه په هدیره کې په ۱۱ بجې او ۳۰ دقېقې ادا کیږي.
ولید (خپلواک)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې