لیګونهنړیوال کریکټ

راجستان د ممبي څخه ماته وخوړه

د هندوستان په تجارتي آی پي ایل سیالیو کې نن د ممبي او راجستان ترمنځ لوبه ترسره شوه، په یاده لوبه کې ټاس ممبي لوبډلې وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلي شل اورونو کې ۱۹۲ منډې جوړي کړي، چې پکې سوریا کمار یاداپ، ۷۹ ترنورو زیاتې منډې ترلاسه کړي.

د ممبي ورکړل شوی هدف راجستان لوبډلې پوره نکړ او سیالي یې په یو ستر مارجن ممبي لوبډلې ته وبایلله، که څه هم د راجستان لپاره جوز بټلر ۷۰ منډې جوړي کړي خو کوم بل لوبغاړي ورسره په ویکټ ملګرتیا ونکړه.

د ممبي لپاره په توپ اچونه کې جیسپریت بومرا، ۴ او جیمز پیټنسن بیا دوه لوبغاړي وسوځول، د آي پي ایل لیګ په جریان کې به سبا ماښام شپږ بجې او ۳۰ کلکته نایټ رایډرز لوبډله د چینای سوپر کینګز پر وړاندې خپل بخت وازمایي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې