دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

د هندوستان په سوداګریز لیګ کې کومو لوبغاړو او لوبډلو زیاتې منډې کړي؟ له مونږ سره یې په دې لیکنه کې ولولئ

د هندوستان هیواد کورنی سوداګریز لیګ چې په نړۍ کې ګڼ شمير د کرکټ مینوال لري، دا لیګ د Iplلیګ دی چې د نړۍ مشهوره کرکټران پکې لوبيږي.په دې آی پي ایل کې تراوسه په یو اننګز کې چا ډېرې منډې ترلاسه کړي تاسو ته یې دلته روښانه کاوو.

د هندوستان په تجارتي آی پي ایل سیالیو کې په ۲۰۱۳ م کال رایل چلینجرز بنګلور لوبډلې د پون واریرز، لوبډلې پر وړاندې ترټول لوړ هدف کيښود، بنګلور لوبډلې په ټاکلي شل اورنو کې ۲۶۳ منډې هدف ترلاسه کړ چې لاتراوسه پورې هیڅ کومه لوبډله په دې نه ده توانیدلي چې یاد هدف ته ځان ورسوي.د دوهم ځل لپاره بیا بنګلورلوبډلې د ګجرات لاینز پر وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې ۲۴۸ منډې ترلاسه کړي.همدا شان بیا چینایي سوپرکینګز لوبډلې د راجستان رایلز پر وړاندې په ۲۰۱۰ م کال کې ۲۴۶ منډې جوړي کړي.په ۲۰۱۸ م کال کې کلکته نایټ رایډرز، لوبډلې د کینګز الیون پنجاب پر وړاندې ۲۴۵ منډې ترلاسه کړي وي.او په ۲۰۰۸ م کال کې چينایي سوپرکینګز لوبډلې د پنجاب لوبډلې پروړاندې ۲۴۰ منډې ترلاسه کړي وي.

سږکال په ۲۰۲۰ م کال دیارلسم پړاو کې کینګز الیون پنجاب لوبډلې د راجستان پرواندې ۲۲۴ منډې ترلاسه کړي چې په ځوابي توپ وهنه کې راجستان لوبډلې د ۲۲۴ منډوستر هدف پوره کړ.د لوبغاړو په لړ کې بیا ګریس ګیل په دې لیګ کې په یو اننګز کې ترنورو لوبغاړو زیاتې منډې ترلاسه کړي دي او همداشان بیا د نورو لوبغاړو څخه په رنځونو کې هم مخکې والي لري.ګریس ګیل، په یو اننګز کې ۱۷۵ منډې ترلاسه کړي او ناټ اوټ له میدان څخه وتلی.دوهم مقام کې بیا ریټایر مینټ شوی لوبغاړی برینډن میاکالم دی، نوموړي ۱۵۸ منډې جوړي کړي او ناسوځیدلی له میدان څخه وتی.دریم مقام کې بیا ای بي ډيویلرز دی، نوموړی په ۱۳۳ منډو ناټ اوټ له میدان څخه وتلی.څلورم مقام بیا د هندي اوپنر کيل راهول سره دی نوموړي سږکال په دیارلسم پړاو آی پي ایل سیالیو کې ۱۳۲ ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړي.

پنځم مقام کې بیا ریشپ پنټ دی نوموړي په یو اننګز کې ۱۲۸ ناسوځیدلي منډې جوړي کړي وي.له ده وروسته، مورلي ویجي، ۱۲۷، ډیویډ وارنر ۱۲۶، ورینډر سیهواګ، ۱۲۲، شین واټسن ۱۱۷، او مایکل هسي بیا ۱۱۶ منډې جوړي کړي دي.د نورو معلوماتو بیا په راتلونکو لیکنو کې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې