دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

اکاش چوپړا د کینکز الیون پنجاب پر مدیرت نيوکې وکړي

د هندوستان پخواني لوبغاړي او د اوس وخت ترټولو مخکښ تبصره کوونکې اکاش چوپړا د هندوستان په راوانو آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب پرلوبډله توندانتقادونه وکړل.چوپړا ویلي،، د پنجاب روان مدیرت ناکام دی ځکه خو په مسلسو سیالیو کې ماتې خورې.د جمیز نیشام مسلسل لوبول دا سمه پرېکړه نده،

زه د هغه لوبه هیڅ نه خوښوم، ځکه هغه نه یو ښه توپ اچونکی او نه کوم غټ الراونډر دی چې اننګز پر خپلې شانداره توپ وهنې سره ختم کړي،،اکاش د افغان سوکه توپ اچونکې مجیب الرحمن یاده هم وکړه چې باید له دې وروسته په ۱۱ کسیزه لوبډله کې ورته چانس ورکول شي.

دا ننګونې وروسته له هغې پر هندي لوبغاړي کيل راهول او مدیرت کیږي چې څو ځلې د کینګز الیون پنجاب بالرانو د ډېرو سترو هدفونه څخه دفاع ونکړه.د کرکټ ډېری مبصرین په دې اند دي چې مجیب باید په سیالیو کې چانس پیدا کړي ترڅو په خپلې جادوي توپ اچونې سره پنجاب لوبډله بریا ته ورسوي.

دوی د مجیب شتون ځکه غوره ګڼې چې د متحد عربي اماراتو درې واړه لوبغالي د سوکه توپ اچونکو لپاره ډېر وړ او مناسب دي.یاده دې وي چې په کینګز الیون پنجاب لوبډله کې افغان سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن شته چې لا تراوسه پورې ورته د لوبيدو کوم چانس نه دی ورکول شوی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې