دلوبغاړو په اړهلیګونه

۳ هغه لوبغاړي چې تېر کال ښه ځلیدلې وه، خو سږ کال آی پي ایل سیالیو کې تر اوسه نه دې لوبيدلې

لیکنه: محمدشبیرحسنزی 

دا چې د هند ستر سوداګرېز لیګ د کووېډ ـ ۱۹ محددیتونو په جریان کې پیل شوی دی، او رنګارنګ او عجیبه سیالۍ پکې ترسره کېږي. تر دې دمه پورې د ای پي ایل په دې فصل کې ډیری لوبډلې مساوې ښکارې او هر یوې لوبډلې یوه ګټلې او یوه یې بایللې ده.  

د آی پي ایل په دې پړاوو کې ډیری عالي او افسانوې لوبغاړي د خپلو لوبډلو لپاره لوبېږي. او د خپلو لوبډلو لپاره خورا کلیدي او مهم لوبغاړي ګڼل کېږي. د دې لوبغاړو له منځه ډیری لوبغاړي په مسلسل ډول د خپلو لوبډلو په ګټه لوبېږي، مګر ځینې لوبغاړي چې تر دې دمه یې د یوې سیالۍ د لوبېدو فرصت هم نه دی ترلاسه کړی او لا هم په بنچ کې ناست دي. 

په دې مقاله کې به مونږ تاسې ته د هغو درې سترو لوبغاړو په اړه ووایو چې تېر کال یې خورا ښه کارګردګې ترسره کړې وه او اند لوبډلې یې تر فاینل او سیمې فاینل ورسولې خو بیا هم د دغې ښیې کارګردګۍ پر بنسټ سږ کال لوبډله کې نه دې اخیستل شوې تر څو یوه لوبه ولوبوې.  

۳ هغه وتلي لوبغاړي چې تر اوسه په دې پړاو کې نه دې لوبیدلې:  

۱- کرېس لین 

کرېس لین چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیلیز او اوپنر توپ وهوونکی دی، تر دې دمه پورې یې د آی پي ایل سیالیو په ديارلسم پړاو کې د لوبېدو فرصت نه دی ترلاسه کړی. کرېس لین چې په سي پي ایل سیالیو کې یې پایله ښه نه وه، نو له همدې امله یې پر ځای په لوبډله کې ممبۍ انډیانز لوبډلې کوينټن ډېکاک او روهېت شرما د پیل ښه او غوره پیلیز توپ وهوونکي ګڼلي دي. 

کرېس لین د ممبۍ انډيانز لوبډلې له لوري په دوه کروړه روپیو باندې اخیستل شوی وه، خو تر دې دمه هغه په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی تر څو یوه لوبه د لوبډلې په ګټه ترسره کړې. 

۲- عمران طاهر 

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې افسانوې سوکه توپ اچوونکی عمران طاهر هم سږ کال په لوبډله کې نه دی لېدل شوی او تر دې دمه پورې ناست دی. په داسې حال کې چې طاهر په وېسټ انډېز تجارتې سیالیو کې هم ښه فعالیت ترسره کړې وه مګر چینای سوپر کېنګز لوبډلې بیا داسې ترکیب لري چې نوموړی یې په نهم نمبر پوزیشن کې هم نه دی سلېکټ کړی.

د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په نوملړ کې وروستنې لوبغاړي فاف ډوپلیسس، سېم کران شېن واټسن او ډوېن براوو شامل دي. چې پر همدې بنسټ عمران طاهر په لوبډله کې د لوبېدو چانس نه ترلاسه کوي. 

۳- کرېس ګیل 

کرېس ګیل چې د کریکټ په نړۍ کې یو ستر او مشهور نوم دی. او ډیری وخت د خپلې بریدګرې توپ وهنې پر بنسټ د نړۍ نامتو بالران تر خپل فرېشر لاندې راولې او په پرله پسې ډول ترې بیا سترې سترې منډې ترلاسه کوي. نو اوس مهال په روانو ای پي ایل سیالیو کې یې د لوبېدو فرصت نه دی موندلی. 

د هغه پر ځای پنجاب لوبډله ښه بدیل کېل راهول او مایانګ اګروال لري. چې دغو دواړو لوبغاړو ښه پایله ورکړې ده او ښه توپ وهنه یې نندارې ته وړاندې کړې ده، نو له همدې امله ګيل د لوبېدو فرصت نه دی ترلاسه کړی. او تر اوسه بهر ناست دی.

د یادونې وړ ده، چې پنجاب لوبډلې افغان لوبغاړي سوکه او ورو توپ اچوونګي مجېب الرحمن ته هم په بشپړه توګه تر اوسه چانس نه دی ورکړی تر څو لوبډله کې ولوبېږي. او بهر په سټاف روم کې ناست دی. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې