لیګونه

د چینای لوبډلې لپاره یوه بله تاریخي بریا!

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې تیر ماښام چینای سوپر کنګز د کنګز الیون پنجاب لوبډلې پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته شوه، چې د چینای لوبډلې په لسو ویکټو پنجاب ته سخته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې د چینای لوبډلې لپاره دوو پیاوړ لوبغاړو شین واټسن او پاپ ډوپلیسی ډيره پزړه پوري لوبه وکړه او یادې لوبډلې ته یې تاریخي بریا ورپه برخه کړه.

د پرونۍ لوبې پچه د د پنجاب لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنی پریکړه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو پو سوځېدو سره ۱۷۸ منډي وکړې او د چینای لوبډلې لپاره یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکې.

د پنجاب لوبډلې ته لوبدلمشر کیل راهول ۶۳ منډي، نیکولاس پوران ۳۳ منډي او مندیف سینګ بیا ۲۷ منډي تر نورو ډيري وکړې.

بل لوري ته په توپ اچونه کې د چینای لوبډلې ته شردیل ټاکور دوه، فویش چاوله او رویندرا جدیجا بیا یو-یو لوبغاړي وسوځول.

د دوهمې پاڼي په پیل سره چینای ډيره ښه توپوهنه وکړه، د دې لوبډلې لپاره پاپ ډپلیسی او شین واټسن د پیل لپاره راغلل او ترپایه پوري یې توپوهنه ترسره کړه او لوبډله یې بریا ته ورسول.

د چینای لوبډلې د پنجاب ورکړل شوې د ۱۷۹ منډو هدف په ۱۷،۴ اور کې د هیڅ کوم لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

پاپ ډوپلیسی ۸۷ ناسوځېدلي او شین واټسن ۸۳ ناسوځېدلي منډي د چینای لوبډلې په ګټه وکړې.

یاده بریا د چینای لوبډلې لپاره په دې تاریخي بریا وه، چې دوو د پیلز لوبغاړو دومره زیات هدف په یوازي توګه پوره کړ، د دې دوو او د یادې لوبډلې لپاره دا لومړني لوړه ملګرتیا وه، چې ترسره سوه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې