دلوبغاړو په اړهلیګونه

بهونیشور کومار د حیدراباد لوبډلې لپاره راتلونکي سیالۍ له لاسه ورکړې

د هندوستان په غوره لیک سیالیو کې د سنرایز حیدراباد لوبډلې پاوړی تیز توپ اچونکی د چینای پر وړاندي په لوبه ټپی شو او نسی کولای چې د خپلو ټپونو له امله د حیدراباد سره په راتلونکو لوبو کې برخه واخلي.

د راپورونو پر وینا ممکن کومار په یاد لیګ یو څو لوبې له لاسه ورکړې او بیرته د حیدراباد لوبډلې سره یو ځای شي، خو اوس تازه دا سی پریکړه شوې، چې هغه ټول اې پي ایل سیالي له لاسه ورکړې.

د کومار نه لوبېدل د حیدر اباد لوبډلې لپاره یوه لویه ضایع ده، چې د راشد ترڅنګ د یادې لوبډلې لپاره کومار کلیدي لوبغاړي شمیرل کیږي.

د هغه ځای ناستي سیدارت کاهول، چې په تیره لوبه کې د ممبی لوبډلې پر وړاندي په څلورو اورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول او ۶۴ مندي یې ورکړې.

په څلورو اورونو کې د ۶۴ منډو ورکول دا د یوه تیز توپ اچونکی لپاره ډیره غټه خبره ده اوس د کومار پرځای د یادې لوبډلې لپاره کاهول تیز توپ اچونکی دي.

دا په داسی حال کې ده، چې کومار په تیره لوبه کې د چینای پر وړاندي په لوبه کې د توپ اچونی پر مهال ټپی شو.

کومار د حیدراباد لوبډلې لپاره په څلورو لوبو کې برخه واخیستل، چې په دې لوبو کې یې  ۳ لوبغاړي سوځول او په هره لوبه کې یې اوسط منډي ۶،۹۸ منډي ورکول وه.

حیدر اباد لوبډله خپله راتلونکی لوبه د کنګز الیون پنجاب لوبډلې پر وړاندي ترسره کوی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې